انصار:( د تله ۲۱مه)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسرائیلو ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې پر اسرائیلو د حماس ډلې په بریدونو کې ۲۵ امریکايي وګړي وژل شوي.
انتوني بلنکین د دغه هېواد له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یو خبري کنفرانس کې ټینګار کړی چې امریکا به تل د دوی ترڅنګ ولاړه وي.
هغه ویلي، فلسطینیان هم مشروع هیلې لري؛ خو حماس ډله یې هیڅ وخت استازیتوب نه شي کولای.
نوموړي دغه راز له اسرائیلي ځواکونو غوښتي چې په جګړه کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې انتوني بلنکین تېره ورځ دغه هېواد ته په سفر تللی، چې هلته یې یو وار بیا له تل ابیب سره واشنګټن د ژمنو پوره کولو ډاډ ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ د تېرو څو ورځو په نښتو کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي.
په همدې حال کې بیا اناتولي رسنۍ ویلي چې په دې نښتو کې تر اوسه یو زر او ۴۱۷ فلسطینیان هم وژل شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27716